کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ او د امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري د یادې ولسوالۍ په روضه سیمه کې له کندز، تخار، بغلان او سمنګان ولایتونو څخه د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۳۵ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول او خلکو ته سالمه تفرېح برابرول و.
