کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۵ چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوه

د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند، د بزکشۍ فدراسيون د استازولۍ له لوري، د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ باسوس ريگ سيمه کې د ۷۵ چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوه.
دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، موخه يې د يادې ولسوالۍ وگړو ته د سالمې تفريح برابرول و.
په پای کې د ميدان حکم له خوا يو اخرالاق وټاکل شو، چې پهلوان عبدالحي د روح الله ناظري په آس تر حلالې دايرې ورساوه او گټونکی ونومول شو.