کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې ورزشي نندارتون
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د مسولیونو په وینا یاد نندارتون کې د جمناسټیک، د رزمي ورزشونو او غوسی لوبې بېلابیل ورزشي نمایشات ترسره شول.
د یادو نمایشاتو ترسره کولو موخه خلکو ترمنځ د ورزش وده او ځوانان د نشه یي توکو څخه راګرځول بلل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د یادو نندارو لپاره د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش د ریاست سرپرست ګډون کړي وو.
