کندز؛ خان آباد ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې آزادې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولي له لوري او د ځايي خلکو په مالي ملاتړ د یاد ولایت د خان آباد ولسوالۍ په ده ویران سیمه کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې آزادې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو موخه د ورزشکارانو او خلکو لپاره د سالمې تفریح برابرول او د ورزشکارانو د جسمي وړتیا لوړول ښودل شوي دي.
