کندز؛ د ا.ا د بریا دویمې کالیزي په ویاړ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ټورنمنټ پیل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۹:۲
کندز؛ د ا.ا د بریا دویمې کالیزي په ویاړ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ټورنمنټ پیل شو

د کندز ولایت د ورزش ریاست په همغږۍ د فوټبال فدراسیون له لوري د ا.ا.ا د بریا دویمې کالیزې په ویاړ د ۱۶لوبډلو ترمنځ د فوټبال ټورنمنټ پیل شو.

دغه سیالۍ په څلور- څلور ټیمي ګروپونو کې پیل شوې، چې د پیل لوبه یې د شوره خاک او صمیمیت لوبډلو ترمنځ وشوه، چې صمیمیت لوبډلې د ۲-۰ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

یادي سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي، چې په دې ټورنمنټ کې ګډون کوونکې لوبډلې به په خپلو کې د غوره لیګ په بڼه لوبې وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS