کندز؛ د اووه ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ساندا او سانداوانګ سبکونو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۹:۱۲
کندز؛ د اووه ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ساندا او سانداوانګ سبکونو سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت په کوربتوب د دې ولايت د ورزش ریاست په مرسته د ووشو فدراسیون له لوري د "شهيد استاد ذبيح الله کوهي" جام په نوم د کندز، ننګرهار، پنجشېر، بلخ، سرپل، کابل او تخار ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ساندا او ساندا وانګ درېيم پړاو سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د يادو ولايتونو په نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو سني کټګوريو کې ٧٠ تنه ورزشکاران له يو بل سره ولوبېدل.

د يادو سياليو موخه د ووشو ورزشي رشتې وده او پرمختګ دى.

په پای کې د کندز ورزش ریاست له لوري غوره ورزشکارانو ته تقدير نامې، مډالونه او له کابل څخه د راغلي پلاوي له لوري د کندز ورزش رياست مسوولينو ته ورزشي وسايل هم ورکړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۱۲
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د کورش پهلوانۍ سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې خپله سیالي له کویټ سره مساوي کړه

د فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال ٢٠٢٦ اسیایي سیالیو ته د چمتو والي په موخه خپله لومړۍ دوستانه سیالي کویټ سره ٤-٤ مساوي کړه.

افغان ملي لوبډله به سبا( د نومبر ٢٢مه) هم خپله دویمه دوستانه. . .

BACK TO NEWS