کندز؛ د چهاردرې ولسوالۍ د فوټبال سیالۍ د سجانیو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او فوټبال فدراسیون په همغږۍ د یاد ولایت په چهار دره ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د سجانیو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
یادې سیالۍ د غويي میاشتې په اتمه پیل شوې او تېره ورځ پای ته ورسېدې. د دغو سیالیو په پایلوبه کې سجانیو لوبډلې خپلې سیالې عین المجر لوبډلې ته په یوه ګول ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
باید یادونه وشي, چې د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ همغږي او فوټبال ته د دوی هڅول وو.