کندز؛ علي آباد ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري یاد ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حکیم ځدراڼ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې حکیم ځدراڼ لوبډلې ٢٥ پر ١٩ نمرو په توپیر خپلې سیالې حاجي حسین ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
