کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کئ د ٣٧ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ٣٧ لوبډلو ترمنځ د خزاني جام په نوم د والیبال سیالۍ د ذکور لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د ذکور لېسې او ارق یق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې د ذکور لېسې لوبډلې د ٢٥ پر ٢٠ امتیازونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې چې دوې ورځې یې دوام وکړ.