کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ٨٠ ورزش کارانو ترمنځ د کورش آزادې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د بلخ او بغلان ولایتونو ورزش کارانو هم ګډون کړی و، چې په پایله کې ٤٠ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې چې یوه شپه یې دوام وکړ.