کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په اورته بوز کلي کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې آزادې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې ۳۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه سيمه ييزو لوبو ته وده ورکول او د دې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
