کندز؛ مرکز کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال لیګ پیل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۱۱:۱
کندز؛ مرکز کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال لیګ پیل شو

د کندز ولایت د بدني روزني او ورزش ریاست او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کوربتوب د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال لیګ پیل شو، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

په دې لیګ د بلخ په کوربتوب د تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو لوبډلې په دوو الف او ب ګروپونو کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي، هره ورځ به څلور لوبې کېږي.

د یاد لیګ په لومړۍ ورځ د تخار شیوا لوبډلې د بامیان ذوالفقار لوبډلې ته ۶/۰ ګولو په توپیر او په بله لوبه کې بیا د بغلان استقلال لوبډلې د کندز پیروزي لوبډلې ته ۱/۰ ګولونونو په توپیر ماتې ورکړه.

یاده دې وي، چې د دې ټورنمنټ د پیل په مراسمو کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست، د اطلاعاتو او کولتور رئیسانو، د یاد ولایت د فوټبال فدراسیون د استازولۍ مسئولینو، د بېلابېلو ادارو مسوولانو او ځوانانو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS