کندز؛ مرکز کې د ۹۰ چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د وزلوبې فدراسيون د استازولۍ له لوري د وزلوبې په ورزشي لوبغالي کې د ۹۰ چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سيالۍ تر سره شوې.
د دغو سياليو د تر سره کېدو موخه، خلکو ته د سالمې تفريح برابرول و.
په پای کې د مېدان حکم له خوا يو اخرالاق وټاکل شو، چې عبدالله پهلوان تر حلالې دايرې ورساوه او د نغدي ډاليو گټونکی ونومول شوو.
