کندز؛ په ابدان دښته کې د فوټبال څلورو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د فوټبال فدراسيون په ګډه همغږۍ د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې، چې د کندز په تفريحي او زرغونه دښته کې ترسره شوې احساني، سرې مياشتې، اتفاق او کهندژ لوبډلو سيالۍ ترسره کړې چې په پايله کې احساني لوبډلې د يادو سياليو اتلولي خپله کړه.
د نوموړي ټورنمنټ موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او خلکو ته د يوې سالمې تفریح چمتو کول وو.