کندز؛ په ارچي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او فوټبال فدراسيون په همغږۍ د ياد ولايت په ارچي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د ارچي استقلال او قيوم يولداش لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې استقلال لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۷_۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د فوټبال دغه غوره ليګ، چې موخه يې د لوبغاړو ترمنځ د تجربو شريکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي يوه اوونۍ به دوام وکړي.
