کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۷ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست، وزلوبې فدراسیون او د امام صاحب ولسوالۍ د ورزشي مدیریت په ګډه همکارۍ په یاده ولسوالۍ کې د ۷۷ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ په اسپند ګزر ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې، یوه ورځ یې دوام وکړ او پایله کې غلام نبي پهلوان د لوبې اخرلاق تر ټاکلې موخې ورساوه او بریا یې خپله کړه.
