کندز؛ په خان اباد ولسوالۍ کې د ۷۴ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د ورزش ریاست، د کورش فدراسیون او د خان اباد ولسوالۍ د ورزشي کمېټې له لوري د دې ولسوالۍ په باغ عمومي سیمه کې د ۷۴ پهلوانانو ترمنځ د کورش رستمي غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
د یادوسیالیو موخه د خان ولسوالۍ خلکو ته د سالمې تفریح برابرول او ملي – دودیزو سیالیو ته وده ورکول دي.