کندز؛ په روستم جودو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او جودو فدراسیون له لوري د یاد ولایت په کچه د څلورو کلبونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د دوو کټګوریو ځوانانو او لویانو له لوري ترسره شوې او موخه یې د یاد ولایت په کچه د جودو لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل وو.
هېره دې نه وي، چې په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.