کندز؛ په قلعه ذال ولسوالۍ کې د خيلواکۍ د دویمې کالیزې په ویاړ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د ورزش ریاست په مرسته د والیبال فدراسیون او قلعه ذال ولسوالۍ د ورزشي کمېتې له لوري د دې ولسوالۍ په اقتيپه ورزشي لوبغالي کې د خپلواکۍ د دویمې کالیزې په ویاړ د ۲۲لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د تربوز ګذر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ پایلوبه یې د تربوزګذر او چهار ګلتپې لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د تربوز ګذر لوبډلې د ۳-۲میدانونو په توپیر خپل سیال ته ماتې ورکړه.
په پای کې ګټونکې لوبډلې ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
