کندز؛ په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست، بزکشۍ فدراسیون او قلعه ذال ولسوالۍ د ورزشي مسؤل په همغږۍ د یادې ولسوالۍ په اقتیپه سیمه کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې د وزلوبې ګڼو مینوالو پکې ګډون کړی و، په پایله کې درې اخرلاقه اعلان شول، چې په ترتیب سره لومړی یې حافظ پهلوان، دویم محمد علي پهلوان او درېیم توشقن پهلوان تر ټاکلې دایرې ورساوه او بریاوې یې خپلې کړې.
هېره دې نه وي، چې په پای کې غوره پهلوانانو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.
