کندز؛ په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۹۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز اړوند د اقتيپې په سيمه کې د ۹۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ په ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ميدان حکم له لوري درې اخراولاقه اعلان شول، چې لومړی اخراولاق عبدالله پهلوان د نور محمد پر اس، دویم اخراولاق اکام پهلوان د تاش بای پر اس او درېیم اخراولاق محمد علي پهلوان د حاجي نيکي په اس تر حلالې دایرې ورسول او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه راتلونکو سياليو ته د چاپندازانو لاښه چمتووالی او د دې ولسوالی وګړو ته د یوې سالمې تفریح برابرول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.