کندز؛ په مرکز سپین زر ورزشي لوبغالي کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او والیبال فدراسیون له لوري د یاد ولایت په سپین زر ورزشي لوبغالي کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د کندز ولایت د مرکز او ولسوالیو د شپږو لوبډلو ترڅنګ د بغلان او بدخشان ولایتونو دوو منتخبو لوبډلو هم ګډون کړی و.
د یادو سیالیو پایلوبې ته د کندز باشګاه امو او بدخشان لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې باشکاه امو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې په پای کې اتلې لوبډلې ته نقدي ډالۍ ورکړل شوې.
