کندز؛ په چهاردرې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې د ځواک لوبډلې خپلې سیالې فرهاد لوبډلې ته د ۲۵/۱۴ نومرو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.