کندز؛ په چهاردرې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري او د حاجي يارمحمد په مالي ملاتړ د ياد ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سيالۍ وشوې.
دغو سياليو په پايلوبه کې قلعه زال ولسوالۍ منتخبې لوبډلې خپلې سیالې يتيم کلي لوبډلې ته د ۳۱/۲۲ نومرو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
د يادو سياليو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ او شپه يې دوام وکړ.