کندز؛ په کلباد ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ د گرگري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د وخت د کمښت له امله يو ميدان ترسره شوه، په پايله کې يې گرگري لوبډلې خپلې سيالې غرو لوبډلې ته د ۲۰ پر ۱۲ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د یادولو وړ ده، چې د دغو سياليو ورزش ته د ځوانانو هڅول او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د يوې سالمې تفريح برابرولو وو.