کندز؛ چهار درې ولسوالي کې د ٧٤ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهار درې ولسوالۍ کې د ٧٤ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
د یادو سیالیو په پای کېد٣٧ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
