کندز ؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په د چهاردرې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې، د جمعیت لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې د جمعیت لېسې لوبډلې خپلې سيالې قوشتیپې لوبډلې ته د یو پر صفر ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
