کندز والي ددې ولایت د ورزش کارانو شپږ کسیز بریالی ټیم وستایه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱ - ۱۰:۵۰
کندز والي ددې ولایت د ورزش کارانو شپږ کسیز بریالی ټیم وستایه

چهار شنبه، مرغومی، ۱۴۰۰

دکندز ولايت د ورزشکار‌انو د ټولنې هغه شپږ کسيز ټيم چې په دې وروستيو کې يې د کابل ولايت اتلولي ګټلې وه، د کندز د والي محترم نثاراحمد (نصرت) له لوري چې د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سرپرست محمد قيوم (رحيمي) يې ملتيا کوله وستايل شول.

ياد ټيم څو ورځې وړاندي د ورزشکارانو د ټولنې (طلائي کمربند) په سياليو کي برخه اخيستې وه او د تر ټولو ډيرو کمربندونو په اخیستلو سره يې لومړی مقام خپل کړی ۇ. له کندز وروسته کابل په دوهم او هرات په درېیم مقام کې راغلي وو. په دغو سياليو کې د ۲۰ ولایتونو له ۳۰۰ څخه ډيرو ورزشکارانو برخه اخيستې وه چې د کندزي لوبغاړو له ډلې:

عنايت الله شریفي د ۶۵ کیلو وزن، قدرت الله مبارز د ۸۳ کیلو وزن، الله محمد نظري د۸۷ کیلو وزن، جاوید صافی ۶۰ کیلو، زلمی صمدي ۵۸ کیلو او ذبیح الله محمدي ۶۰ کیلو وزنونو په لرلو سره د اتلولۍ کپونه ترلاسه کړل.

ديادونې وړ ده چې د کندز والي د ورزش په برخه کې د کندز د ورزش مسولينو ته د هر ډول همکاريو وعده ورکړه او په خبره یې ورزشکاران هغه څوک دي چې ددې ځوریدلي ولس په شونډو مسکا راولي، نو په کار ده چې وستايل شي او همکاري يې وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS