کندز کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳۰ - ۱۲:۲۳
کندز کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د خان‌اباد او اختاش ولسوالیو له بېلابېلو سیمو څخه د ۱۲ لوبډلو پیل شوی ټورنمنټ پای ته ورسېد.

یاد ټورنمنټ په څو ګروپونو کې د اختاش ولسوالۍ په کدوګان سیمه کې وشو.

د یاد ټورنمنټ پای‌لوبه تېره ورځ وشوه، چې د کدوګان او اختاش لوبډلو تر منځ وشوه.

پای‌لوبه درې د دوه پر وړاندې د کدوګان لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده او د ټورنمنټ اتلولي یې پخپل نوم کړه.

د دغو لوبو موخه د ځوانانو تر منځ د سالم رقابت وده او د ولسوالیو لوبډلو لپاره د غوره لوبغاړو ټاکنه یاده شوې ده.

هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو پای‌لوبې ته د کندز د ورزش امر عبدالمجید بکتاش او د والیبال فدراسیون استازي ګډون کړی و، چې ګټونکې لوبډله یې په ډالیو ونازوله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۲۰:۱
Background image

کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس د نړيوال قهرمان علي بلال تود هرکلی او ستاینه وشوه

د هېواد ورزش ادارې او د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسيون، د بدن ښکلا نړيوالو ارنولد کلاسيک سياليو قهرمان او د ماسټر اولمپيا سياليو نايب قهرمان علي بلال افغانستان ته په راتګ د تود هرکلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین بالیش لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS