کندز کې د وزلوبې سیالۍ وشوې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۷ - ۹:۳۵
کندز کې د وزلوبې سیالۍ وشوې

په شمالي کندز ولایت کې د وري په ۵مه او ۶مه نېټه د یاد ولایت ورزشي لوبغالي کې د وزلوبې سیالۍ وشوې.

یادې سیالۍ د وزلوبو درېیم پړاو سیالیو کې د ښو ځلېدلو لوبغاړو په ویاړ جوړې شوې وې.

د سیالیو په څنګ کې یاد ځلېدلي لوبغاړي د کندز ولایت ورزشي امریت له خوا په مډالونو او ستاینلیکونو وستایل شول.

په دغو سیالیو کې خالدار چاپنداز د حاجي شیرین په اس لومړی مقام وګاټه او د معلم فضل عمرخېل له خوا ۵زره نغدي ډالۍ ورکړل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۲
Background image

خوست ولايت ته د ملي، سيمه ييزو او دوديزو لوبو د ودې امريت درې کسیز پلاوي سفر

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د ملي، سيمه ييزو او دوديزو لوبو د ودې امريت درې کسیز پلاوي؛ د ملي، سيمه ييزو او دوديزو لوبو د ژوندي ساتلو، د دودولو او پراختيا په موخه درې ورځني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۳:۵۷
Background image

هلمند؛ سنګين ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د سنګين ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۳:۵۵
Background image

خوست کې د‌ اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

=د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ايوبي شفاء روغتون په نوم د واليبال سيالۍ د تڼيو. . .

BACK TO NEWS