کندز کې د ٨٠ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۲۹
کندز کې د ٨٠ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د شمال ختیځ زون په کچه د ٨٠ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پايله کې دوه اخراولاقه ترسره شول، چې لومړی اخراولاق امان الله پهلوان او دویم اخراولاق بيا صدرالحق پهلوان تر حلالې دايرې وسوه او د ډالیو گټونکي شول.

د یادو سیالیو موخه راتلونکو ملي سیالیو ته د چاپندازانو لا ښه چمتووالی او د دې ولایت وگړو لپاره د سالمې تفریح برابرول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS