کندز کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۳:۴۲
کندز کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او رزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند په سپین زر ورزشي لوبغالي کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ دکندز ولایت ښاروالۍ عقابان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د کندز، بغلان، تخار، بدخشان او بامیان ولایتونو لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه د کندز ولایت ښاروالۍعقابان لوبډلې او بدخشان ولایت پامیر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې ښاروالۍعقابان لوبډلې د ١١ ګولونو په لرلوسره لومړی مقام او د بدخشان ولایت پامیر عقاب لوبډلې د ١٠ ګولونو په لرلو سره دویم مقام ترلاسه کړ.

دا سیالۍ د هېواد د شمال ختیځ زون لپاره د غوره لوبډلې د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۹:۲۲
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

 

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۹:۲۱
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS