کندز کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۱:۵
کندز کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله کې ۳۰ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د چمتو شويو ډاليو گټونکي شول.

د يادو سياليو موخه د پهلوانانو جسمي وړتياوو لوړول او ترمنځ يې يووالی رامنځته کول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۲۲:۴۷
Background image

د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د اسيا سياليو قهرماني وګټله

د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره افغان ملي لوبډلې د نويو ځوانانو درېيم پړاو اسيايي سياليو پايلوبه کې ايران ته د ۲ - ۱ ګولونو په توپير ماته ورکړه او په لومړي ځل يې د دغو سياليو قهرماني وګټله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۲۲:۴۵
Background image

کابل کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ او د جمناسټیک ملي فدراسيون له لوري د هېواد د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۲۰ کلبونو د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۲۲:۴۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د شپږو لوبدلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالی د خان زاخېل لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS