کندز کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې دوه آخرالاقه اعلان شول، چې دواړه عبدالوهاب پهلوان د حلال تر دایرې ورسول او د ډالیو ګټونکي شول.
دا سیالۍ دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
