کندز کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۴:۳۰
کندز کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې

کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري او د رويال کينګ تجارتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې د کندز مرکز منتخبې لوبډلې خپلې سیالې امام صاحب ولسوالۍ د حبيب الله لوبډلې ته د ۳۱/۲۸ نومرو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې د رويال کينګ تجارتي شرکت له لوري لومړی مقام ګټونکي لوبډلې ته ۳۰۰ امريکايي ډالر او دوهم مقام ګټونکي لوبډلې ته ۱۰۰ امريکايي ډالر د انعام په توګه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۵۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

 

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۵۷
Background image

سمنگان کې د ځوانانو او نويو ځوانانو ترمنځ د کيک بوکسينګ سيالۍ وشوې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له درېيو کلبونو څخه د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وزنونو کې ځوانانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۵۴
Background image

بادغیس کې د فوټبال اتحاد جام سيالۍ د اخته ګل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قادس ولسوالۍ په برګل حوزه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو د مخنيوي پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS