کندهار؛ حاجي خان لوبډلې د ښادمن جام فوټبال سیالیو اتلولي خپله کړه
د کندهار ولايت عينو مينې ښارګوټي د سپورټ مديريت له لوري د فوټبال ښادمن جام سيالۍ چې د کندهار ښار ٨منتخبو لوبډلو ترمنځ ١٨ورځې وړاندې پيل شوې وې، د حاجي خان لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د حاجي خان او لعل محمد عظيمي لوبډلو ترمنځ وشوه، چې ٠-٠ مساوي شوه خو په پينالتي ضربو کې د حاجي خان لوبډلې مقابلي لوبډلې ته ١-٠ ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
