کندهار؛ د باسکټبال ملي لوبډلې د غوراوي سياليو دوام؛ په درېمه ورځ هم اته لوبې وشوې
د کندهار ولايت په کوربتوب د باسکټبال د ملي لوبډلې غوراوي "٤٤"تم پړاو په درېيمه ورځ هم اته لوبې وشوې.
په لومړۍ لوبه کې د "سمنګان او هرات" لوبډلې سره مخ شوې چې د "٤٦-٣١" پايلې سره د هرات لوبډلې وګټله.
په دوه يمه لوبه کې بيا د "کابل او ننګرهار" لوبډلې د لوبې ډګر ته ښکته شوې چې د "٧٥-٢٤" د کابل لوبډلې به بريا پاى ته ورسېده.
درېيمه لوبه بيا د "نيمروز او فراه" لوبډلو ترمنځ وشوه چې د" ٥٠-٣٣" د نيمروز لوبډلې وګټله.
همداراز په څلورمه لوبه کې د "غزني او غور" لوبډلې سره ولوبېدې چې د "٢٥-٤" د غزني لوبډلې په ګټه تمامه شوه.
په پنځمه لوبه کې د "سمنګان او بلخ لوبډلې" سره مخ شوې چې د "٣٦-١٥" پايلې سره د بلخ لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
د شپږمې لوبې لپاره د کابل او باميانو" لوبډلو د لوبې ميدان ته ور ودانګل چې دا لوبه د"٥٨-٣٩" پايلې سره د کابل لوبډلې وګټله.
د دې لوبو پر دوام په اوومه لوبه د"کندهار او ننګرهار" لوبډلې سره ولوبېدلې.
د باسکټبال درېيمې ورځې په وروستۍ او اتمه لوبه کې د"بلخ او نيمروز" لوبډلې سره مخ شوې چې دغه لوبه بيا د "٧١-٣٠" د نيمروز په ګټه پاى ته ورسېده.
