کندهار؛ د دامان ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي اڅکزي کاروان لوبډلې وګټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۰:۱۰
کندهار؛ د دامان ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي اڅکزي کاروان لوبډلې وګټله

د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ لس اوریزې سیالۍ، چې لسو لوبډلو پکې ګډون کړی و، اتلولي يې اڅکزي کاروان لوبډلې وګټله.

د دغو سیالیو پایلوبې ته شمس الله اکاډمۍ او اڅکزي کاروان لوبډلو لار موندلې وه، چې په پیل کې شمس الله اکاډمي لوبډلې د لسو اورونو په لوبولو سره سیالې لوبډلې ته ۱۴۱ منډې هدف کېښود، بل پلو اڅکزي کاروان لوبډلې یاد هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره په اتم اور کې پوره کړ او اتلولي یې وګټله.

د یادې لوبې غوره لوبغاړی سردار محمد جان و، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې د مقابلې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول او ترڅنګ یې ۴۲ چټکې منډې هم جوړې کړې.

د یادونې وړ ده چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۲۲:۱۸
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۲۲:۱۶
Background image

پکتیا کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو د یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز گردېز ښار په ساحل ورزشي کلپ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د یوني فایټ سبک سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۲۲:۱۵
Background image

پکتیا؛ ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

دغ. . .

BACK TO NEWS