کندهار؛ د لس ورزشکارانو ترمنځ د تيږي غورځولو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۸:۴۱
کندهار؛ د لس ورزشکارانو ترمنځ د تيږي غورځولو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د کندهار ولايت اتلتيک فدراسيون له لوري د ورزش مسوولینو په شتون کې د لسو ورزشکارانو ترمنځ د عينو ميني په دويمه حصه کې د تيږي غورځولو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې نجيب الله د ٩.٦٠ مترو په واټن تيږي غورځولو سره لومړى، شمس الله د ٨.٦٠ مترو فاصلې سره دويم او جاويد احمد ٨.٤٥ مترو واټن سره درېيم مقام خپل کړ.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د کندهار تيږي غورځولو منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل او د ملي لوبډلې سياليو ته چمتووالى دى.

په پاى کې د مسوولینو له خوا ورزشکارانو ته کپونه او مډالونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۶
Background image

هلمند؛ موسی کلا ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خپلواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۳
Background image

پکتیکا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په ۱۲ کیلو متره واټن کې ترسره شوې، چې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۳۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد شاروالي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS