کندهار؛ د کرکټ ټېپ بال سيالۍ د اتفاق افغان لوبډلې په بریا پاى ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۹:۵۴
کندهار؛ د کرکټ ټېپ بال سيالۍ د اتفاق افغان لوبډلې په بریا پاى ته ورسېدې

د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د کرکټ ټېپ بال فدراسیون له لوري په غازي محمد ايوب خان ورزشي لوبغالي کې د کندهار ښار او ولسواليو د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سيالۍ د اتفاق افغان لوبډلې په لومړي او پوپل لوبډلې په دويم مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې د اتفاق افغان لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې پوپل لوبډلې ته د ١٤٣ منډو هدف ورکړ، چې په مقابل کې پوپل لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۹۰ منډې وکړې او لوبه یې د ۵۳ منډو په توپیر اتفاق افغان لوبډلې ته بايلوده.

قدرت الله همت د ١٠٧ منډو په کولو سره د پايلوبې او د ٣٧٩ منډو په کولو سره د ټورنمنټ غوره لوبغاړى شو.

همداراز حبيب سادات بيا د ١١ ويکټو په اخيستلو سره د غوره بالر جايزه ترلاسه کړله.

يادو سياليو، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ، موخه يې د کندهار کرکټ ټېپ بال منتخبې لوبډلې ټاکل او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.

په پاى کې غوره لوبډلو ته د ورزشي مسوولینو له لوري کپونه او غوره لوبغاړو ته هم کپونه او جايزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

رسینز بلنلیک!

رسینز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۳
Background image

کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شعیب سالارزي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۱
Background image

جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک. . .

BACK TO NEWS