کندهار؛ د ۳۲ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د فوټبال لوبغالی او د لامبو وهنې حوضونه جوړ شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۷ - ۱۰:۴
کندهار؛ د ۳۲ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د فوټبال لوبغالی او د لامبو وهنې حوضونه جوړ شول

د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ په کلچه اباد کلي کې د شېر محمد حمزه ملي سوداګر په شخصي لګښت د ۳۲ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د فوټبال لوبغالی او د لامبو وهنې حوضونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د ياد لوبغالي او حوضونو د پرانيستې په غونډه کې د ياد ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست استازو، قومي مشرانو، ورزشکارانو او يو شمېر ګډونوالو برخه اخيستې وه.

په پيل کې د نوموړي ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نوموړي سوداګر يادې کړنې وستايلې او د ډنډ ولسوالۍ د ورزشکارانو لپاره يې د سپورټ په برخه کې ياد لوبغالی او حوضونه يوه ښه لاسته راوړنه ياده کړه.

هېره دې نه وي، چې په نږدې راتلونکې کې به د نوموړي سوداګر له لوري يو بل ورته لوبغالی هم جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS