کندهار؛ په انسټو پوهنتون کې د څلورو پوهنځيو ترمنځ د بېلابېلو ورزشونو سيالۍ ترسره شوې

د کندهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست په همغږۍ او د انسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت ورزشي کمېټې له لوري د ياد پوهنتون په ورزشي لوبغالي کې د څلورو پوهنځيو ترمنځ د فوټبال، کرکټ او رسۍ کشوونې سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د وترنري علومو، حيواني علومو، کرنيز اقتصاد او توسعې او نباتي علومو پوهنځيو لوبډلو گډون کړی وو، چې د فوټبال او رسۍ کشوونې سياليو په پايلوبه کې وترنري علومو پوهنځي لومړی او همدارنگه د کرکټ سياليو په پايلوبه کې بيا کرنيز اقتصاد او توسعې پوهنځي لومړی مقام ترلاسه کړ.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې لومړي، دويم او درېيم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او ستاينليکونه ورکړل شول.