کندهار؛ په عينو مېنې ښارګوټي کې د محلي غیږنیونې سيالۍ ترسره شوې
د کندهار ولايت په عينو مېنې ښار ګوټي کې د مرکز کندهار ښار سپين بولدک، شاه ولي کوټ، ارغستان ولسوالیو او د زابل ولايت د ٦٠ تنو غېږنينونکو ترمنځ د محلي غېږنينونې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو موخه د محلي لوبو وده او ورزش ته د هېوادوالو هڅول دي.
په کندهار کې وخت ناوخت د غېږنیونې دا ډول سیالۍ جوړیږي، چې له لیري پرتو سیمو او ولسوالیو څخه غېږنیونکي پکې برخه اخلي.
