کندهار؛ O.H.A لوبډلې د ځوان غږ په نوم د فوټسال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۱:۸
کندهار؛ O.H.A لوبډلې د ځوان غږ په نوم د فوټسال سياليو اتلولي وگټله

د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په کندهار ورزشي جمنازيوم کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ځوان غږ په نوم د فوټسال سيالۍ د O.H.A لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د مهتاب او O.H.A لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې O.H.A لوبډلې سيالې مهتاب لوبډلې ته ۱/۲ گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغه سيالۍ، چې دوې مياشتې يې دوام وکړ، په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS