کندهار ؛ د ۲۶ لوبغاړو ترمنځ د بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
په کندهار کې د بوکسنګ ولایتي لوبډلې د غوراوي په موخه د بوکسینګ د ۱۳ جوړو (۲۶) ورزشکارانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې د هېواد د بوکسینګ ملي فدراسیون استازو، د کندهار ورزشي مسؤولینو، د بوکسینګ استادانو، ورزشکارانو او ګن شمېر نندارچیانو برخه اخیستې وه.
دغه سیالۍ په نهو (۵۷، ۶۰، ۶۳، ۷۱، ۷۵، ۸۰، ۸۶، ۹۲ او ۹۲+) وزنو کې ترسره شوې او له منځه یې ۱۱ تنه د کندهار د بوکسینګ ولایتي لوبډلې د غړیو په توګه وټاکل شول.
دې سیالیو یوه ورځ دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته د مسؤولینو له لوري ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.
