کندهار دامان ولسوالۍ؛ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ کاریزوال لوبډلې وګټلې
د کندهار ولایت د دبدني روزنې او سپورټ ریاست او د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د ځايي استازولۍ له لوري د دې ولایت په دامان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ لس اووریزې سیالۍ د کاریزوال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ، چې دوې میاشتې وړاندې پیل شوې، په پای لوبه کې اریا کرکټ لوبډلې، په ټاکلو لسو اوورنو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۳۵ منډې هدف کېښود، چې کارېزوال لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلی هدف پوره کړ او د سیاليو اتلولي يې وګټله.
د دې سیالیو موخه، د دامان ولسوالۍ د انتخابي لوبډلې لپاره د غوره ورزشکارانو موندل و، چې په پای کې لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته ډالۍ ورکړل شوې.
