کندهار کې د ١٢.٤ میلیونه افغانیو په ارزښت د فوټبال دوه لوبغالي جوړ شول

د کندهار ولایت مرکز کندهار ښار په ١٥مه ناحیه کې د افغان سوداګر داد محمد پوپل له لوري د ١٢.٤ میلیونه افغانیو په ارزښت د حیدري په نوم د فوټبال دوه لوبغالي جوړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شول.
د یادو لوبغالو د پرانیستې په مراسمو کې د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس محمود آغا بشر، د یاد ولایت د فوټبال فدراسیون د استازولي فني او مسلکي مرستیال حبیب الله پول، ګڼو ورزش کارانو او د ورزش مینوالو ګډون کړی و.
په ورته وخت کې په یوه نوي جوړ شوي لوبغالي کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ هم پیل شوې چې لومړۍ لوبه کې یې الفت ځوانانو لوبډلې د پنځه پر صفر ګولونو په توپیر جمالیار لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د یادونې وړ ده چې په یوه نوي جوړ شوي لوبغالي کې طبیعي او بل کې یې بیا به مصنوعي چمن کارول شوی دی.