کندهار کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکېل ځغلونې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۲۲:۹
کندهار کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکېل ځغلونې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بایسکېل ځغلونې فدراسیون د استازولي له لوري او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکېل ځغلونې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ له تخته پل ولسوالۍ څخه تر ترنک پله پورې په ۵۰ کیلو متري واټن کې ترسره شوې چې په پایله کې یې پنځه تنه د ياد ولايت د بایسکېل ځغلونې ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.

دا سیالۍ د ولایت په کچه د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې او په پای کې لومړي مقام ګټونکي ته لس زره افغانۍ، دویم مقام ته پنځه زره افغانۍ او درېیم مقام ته دوه نیم زره افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۵۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۵۶
Background image

کندز کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۵۴
Background image

ننګرهار؛ سره رود ولسوالۍ کې د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سره رود ولسوالۍ کې له لسو کلبونو د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو هوشارافو. . .

BACK TO NEWS