کندهار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي ټاکنيزې سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۰:۵۸
کندهار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د شپږو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکلو په موخه د قوت الرمي ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې د کندهار ښار له شپږو کلبونو څخه ۵۴ ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې ۱۷ تنه غوره ورزشکاران د کندهار قوت الرمي منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول او همدارنگه د کلبونو په کچه جهاني کلب لومړی، سعادات کلب دويم او ذوالفقار کلب بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

يادو سياليو يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې گټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۲۲:۴۷
Background image

د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د اسيا سياليو قهرماني وګټله

د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره افغان ملي لوبډلې د نويو ځوانانو درېيم پړاو اسيايي سياليو پايلوبه کې ايران ته د ۲ - ۱ ګولونو په توپير ماته ورکړه او په لومړي ځل يې د دغو سياليو قهرماني وګټله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۲۲:۴۵
Background image

کابل کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ او د جمناسټیک ملي فدراسيون له لوري د هېواد د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۲۰ کلبونو د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۲۲:۴۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د شپږو لوبدلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالی د خان زاخېل لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS