کندوز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندوز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ او د قلعه زال ولسوالۍ د ورزشي کمېټې له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ والیبال سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو پایلوبه د ق.ا. ري حسن او تربوز ګذر لوبډلو ترمنځ په لومړي میدان کې د وخت د کموالي له امله مساوي پای ته ورسېده.
د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته د ځوانانو هڅول او خلکو ته یوه سالمه تفریح برابرول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.